IQNA

باید د کرکیجنو او نفرت خورونکو  خبرو د له مینځه وړلو لپاره  هڅه وکړو

12:05 - June 20, 2024
د خبر لمبر: 3489408
ایکنا – د ملګروملتو سرمنشي  له نفرت خورونکو خبرو سره  د مبارزې  د نړیوالې ورځې په مناسبت ،په موجوده وضعیّت  په نیوکو سره ، د  هغو خبرواترو او کړچارونو د ختمیدا لپاره چې نفرت خورونې  او کرکې زیاتوي ، د هڅې په ضرورت ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش په یولړڅرګندونو کې ووئيل،پر کرکې او نفرت مشتملې خبرې څه خاص سطح نه لري او مونږ ټول باید ددغه شان کرغیړنو چارو د له مینځه وړلو لپاره  هڅه وکړو.

 هغه دغه څرګندونې  د کرکیجنو خبرو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت  چې د جون اتلسمه نیټه په درستې نړۍ کې لمانځل کیږي، پخپل پیغام کې  خپرې کړي او په دې خبرې په ټینګار سره ئې چې  نفرت او کرکې خورونکي خبرې  د توپیر ،ناسمې استفادې ، تاؤتریخوالي شخړې او جتی د بشریّت په ضد د جنایت نښه ده ، ووئيل،  په نازي جرمني ،روانډا، بوسنیا او نورو ځایونو کې  کرکیجنې  او نفرت خورونکی  خبرې اوکړنې  لیدل شوي دي.

هغه زیاته کړه  دغه شان کرغیړنې خبرې او کارونه  دمګړئ پراخې پرګنې او وګړي ټارګټ کوي  چې زیاتره ئې له توکم ، قومیټ، مذهب  او فرقه پالنې اوسیاسی  اړوندوالو په اساس دي.

ګوتریش  ټينګار کړی، چې په وروستیو میاشتو کې په سوشل میډیا کې د مسلمانانو او  یهودیانو په ضد د کرکیجنو او نفرت خورونکو  خبرو او کړنو د زیاتیدا شاند یوو.

د ملګرومتلو سرمنشي  ټينګار کړی دی ، چې  چې  هیوادونه د نړیوالو قوانینو په اساس دنده لري ،  د کرکې اونفرت د خورونې او لمسونې مخنیوی او ورسره مبارزه  وکړي او  پخپلو ټولنو کې د پیوستون او تفاهم ډولوالی  زیات او لوړ کړي.

ګوترش وئيلي دي له دغه شان خبرواو کړنو سره د مبارزې لباره د ملګروملتو د اقدام پروګرام او سټراټژۍ  وړاندې کول ، ددغې ویجاړونکي بلا په اغیزو او علتونو باندې  دغور لپاره یو چوکاټ  دی.

هغه وئيلی، ځوانان  د کرکې او نفرت خورونکو ښکارندو څخه تر ټولو زیات تاوان زغمي . پر دې اساس باید  د حل لارې یوه برخه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4222385

captcha